ALzaid as

ALzaid as ALzaid.tobacco

22/03/2023

ضروری اعلان دوستانو شير او لايک کړی چی نور مسلمانانو ته ورسیږی
وسلام #

30/12/2022

دوستانو شير او لايک ييکړي وسلام🇦🇫🇦🇫

30/12/2022

دوستانو سلامو پيج شير او لايک کړى وسلام🇦🇫

19/12/2022
19/12/2022

ولي په لمانځه کی نور سوچونه کوو او د حل لاره یې څه ده:

هر کس ته دا معلومات شته چې لمونځ یو فرضي عبادت دی پدې معنی چې اختیاري ندی چې د چا زړه وغواړي کوي دې او که د چا زړه نه غواړي نه دې کوي. بلکه لمونځ په هر شرایطو پر مسلمان باندې فرض (اجباري) دی.

اصلي مطلب ته راځو چې څنګه کولائ شو د لمانځه پر مهال زموږ سوچ تیت او پرک نشي او په خشوع (عاجزۍ) او خضوع (غاړه ایښودنې) سره لمونځ ادا کړو. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ﴿٤﴾ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ﴿٥﴾ (سورة الماعون) ترجمه: د هغه لمونځ کونکي پر حال افسوس دی، چې له خپل لمانځه څخه بې خبره (غافل) وي. دلته د غافلانو څخه مراد هغه کسان دي چې یا خو بلکل لمونځ نه کوي، او یا هغه چې لمونځ یې کولو خو اوس په لمانځه کولو کې سست شویدي، یا هغه کسان چې لمونځ په خپل وخت نه ادا کوي او هر وخت یې چې زړه وغواړي لمونځ کوي او یا دا یې عادت کرځیدلئ وي چې لمونځ ناوخته کوي او یا هغه چې لمونځ په خشوع او خضوع (عاجزۍ او غاړه ایښودنې) سره نه ادا کوي.

او بل ځای الله تعالی فرمایي چې قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿١﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿٢﴾ (سورة المومنون) بې شکه مومنان به کامیابیږي، دا هغه کسان دي چې په لمونځونو کې عاجزي کوي. یعنې هغه کسان چې لمونځونه په عاجزۍ او غاړه ایښودنې سره ادا کوي.

څنګه یو کس په لمانځه کې خشوع او خضوع راولي یعنې څنګه لمونځ په عاجزۍ او غاړه ایښودنې سره تر سره کړي ترڅو د هغو کامیابیدونکو کسانو له جملې څخه حساب شي؟

په لومړي قدم کې یو کس باید د لمانځه په ترجمه پوه شي، یعنې هغه څه چې دی یې په لمانځه کې وایي دهغې په معنی او مفهوم باید پوه شي. څرنګه چې لمونځ په عربي ژبه ادا کیږي نو یو کس هغه وخت په لمانځه کې عاجزي اختیارولی شي چې د لمانځه په معني پوه شي. یعنې کله چې یو کس په لمانځه کې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ وایي نو دی باید پوه شي چې زه څه وایم.

همدارنګه کله چې د لمانځه لفظي معني یو کس زده کړي نو بیا دې کوښښ وکړي چې د لمانځه په جریان کې د الفاظو ویلو سره په ذهن کې د هغې ترجمه او مفهوم راولي. د مثال په ډول یو کس په سجده کې دی او سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی وایي، دی باید په ذهن کې راولي چې دا سجده زه یواځې خپل رب ته کوم او هغه رب چې پاک او ډیر اوچت دی.

لمونځ کونکی باید د لمانځه الفاظ په درست شکل سره ووایي. د مثال په ډول موږ ګورو چې ډیر وروڼه سجدې ته په ثانیه کې ښکته کیږي او بیرته پورته کیږي یعنې تسبیحات په سجده کې نه بلکه سجدې ته په تلو راتلو کې وایې. او داسې ژر ژر یې وایي لکه چا چې پسې اخیستي وي. درسته طریقه دا ده چې کله هم سجدې او یا رکوع ته یو کس ځي نو تکبیر ویلو سره دې حرکت وکړي او تر هغې دې تسبیحات نه وایي چې سر یې په ځمکه نه وي لګیدلی او بیا کله چې تسبیحات وایې نو ډیر په قراره، او د تسبیحاتو تر منځ دې لږه وقفه وکړي ترڅو هر ځل سُبْحانَ رَبِّی الأعْلَی داسې تلفظ کړي چې زړه ته یې دا الفاظ ښکته شي.

د ترجمې او مفهوم تر څنګ یو کس باید د لمانځه حرکات په درست شکل (سنت طرقې) تر سره کړي. یعنې که یو کس د رکوع څخه قومې ته پورته کیږي نو کله چې سم نیغ ودریدو بیا دې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ او رَبَّنَا وَ لَکَ الْحَمد په ولاړه ووایي او د هغې څخه وروسته دې تکبیر ووایي او بیا دې ښکته شي. داسې نه چې سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَهُ د رکوع څخه په پورته کیدو کې او رَبَّنَا وَ لَکَ الْحَمد بیرته په ښکته تلو کې ووایي یعنې قومې ته په تلو راتلو کې یې وایي او قومه یې بلکل معلومه نه وي، حال دا چې دا کلیمې باید په قومه یعنې په ولاړه وویل شي.

په هر صورت کله چې د لمانځه په معنا یو کس پوه شي او بیا د لمانځه په جریان کې هغه معنی ذهن ته راولي نو د هغه د لمانځه حرکات په خپله اصلاح کیږي.

خو یو کس باید دې ته زړه تنګ نه کړي چې پدې طریقه خو ډیر وخت نیسي، هو وخت نیسي نو ځکه خو الله تعالی دې ډول لمونځ کونکو ته کامیاب کیدونکي ویلي دي. د هغه لمانځه څه فایده چې د عبادت په څیر نه وي او الله تعالی ته قبول نه وي. یو کس ځان هم په تکلیف کړي او بلاخره ناکام هم شي.

موږ کوښښ کوو چې د لمانځه دا ټول اړخونه د ویډیو په شکل جوړ کړو ترڅو هغه کسان چې لیک لوست نلري هم ترې استفاده وکړي.
زموږ ډیر وروڼه او خویندې اړتیا لري چې د لمانځه په معنی پوه شي، اوس نو ستا مسولیت دی چې دا ورقه څومره کسانو ته رسوئ. د شریکولو تر څنګ کولای شئ چې دا پاڼه چاپ کړئ، خپلو کورنیو غړو او دوستانو ته یې ورکړئ.

الله تعالی دې زموږ لمنځونه قبول او له امله یې موږ ته کامیابي په برخه کړي. امین

د ثواب په خاطر یې درسره شیر کړﺉ👇
دنورو معلوماتو لپاره د مونږ فیج اسانه علاجونه درسره لایک کړي.

06/12/2022
03/12/2022

Salaaam Friends welcome too my page

Address

Pakistan, Pashwer
Peshawar
17000

Telephone

+923156897474

Website

http://alzaidtobacco.com/

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ALzaid as posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ALzaid as:

Videos

Share

Category


Other Peshawar convenience stores

Show All